د دې ځانګړې پیشو لپاره په انسټاګرام کې یو لک مینه وال

روهي( نۍ/۱۰ د کب )،  کورني څاروی په انټرنیټ کې په هغه ورځو کې ډیر مشهور کیږي کله چې غیر عادي پیشو ګورپي خورا مشهوره شوه او د خپلو مالکینو لپاره یې د ډیرو پیسو لامل شوه، اوس یو بل ځانګړي پیشو د نړۍ د خلکو فکر رااړولی دی.
 

د ښکلي پیشو سترګې په ټولنیزو رسنیو کې ورځ تر بلې مشهور کیږي. هغه په ​​انسټاګرام کې له یو لک څخه ډیر پلویان لري او مینه وال د هغې پیشو نورو عکسونو ته انتظار باسي. دا پیشو د نورو پیشوګانو په څیر نه ښکاري.
 
د هغې مخ یو خوا طلایی نسواري دی، بل اړخ یې بشپړ تور دی، مګر د سترګو ګاټو رنګ هم بدل چې خلک یې لیدلو ته حیران دي. د پیشو مالکینو په وینا، دا په ځوان عمر کې دومره زړه راښکونکی نه وه، مګر دا هره ورځ لا زړه راښکونکی کیږي. خلک د هغې پیشو لیدو لپاره د هغې پیشو کورته ته هم ځي چې په ټولنیزو رسنیو کې مشهوره ده.
 
له یوې خوا د پیشو سترګې رنګ هم توپیر لري، له بلې خوا د ژیړ رنګه بڼې سره. د کارپوهانو په وینا، دا حالت د جنیټیک بدلونونو له امله رامینځته کیږي چې د "جینټیک کیمیرسم" په نامه یادیږي. دا حالت په نباتاتو، حیواناتو او انسانانو کې هم لیدل کیږي.
 
د بیولوژیستانو په وینا، د کلیمرا پیشو په هره لاره کې نادره ده او دا ډول مخلوق لیدل کیږي. په څارویو کې د زیږون دغه ډول ته میوزیزم ویل کیږي.