پاکستان کې د موټر د ټکر له امله ۲۰ تنه وژل شوي او ۶۰ نور بیا ژوبل دي

روهي( نۍ/۱۰ د کب )، د پاکستان ایکسپریس کوچ د سنده سکر ولسوالۍ روهري سیمې ته څیرمه د یوه لوی مسافر وړونکي موټر ټکر وکړ، چې لږترلږه شل کسان په کې ووژل شول او تر ۶۰ ډیر یې ټپیان کړل.

د سکھر د پولیسو مشر ډاکټر جمیل احمد وویل چې په وژل شوو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي، خو د مړیو د ډیریدو ویره شته ځکه چې د ډیری ټپيانو وضعیت د اندیښنې وړ دی.
د کمشنر سکرټر شفیق مهيسر وویل ، "دا لویه پېښه ده، سیمه ییز چارواکي او پولیس د سیمط ځای ته رسېدلي دي.

هغه د پیښې په اړه د مرګ ژوبلې د زیاتوالي یادونه وکړه او ویې ویل چې دا د اورګاډي پټلۍ غځول و چې د ترافیک د کنټرول لپاره څوک نه و.
د هغه په ​​خبره، په ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي، چې سخت ټپي شوي او د روهري او سکر بېلا بېلو روغتونونو ته لېږدول شوې دي.