د نړۍ معتبرو ورځپاڼو ته لنډه کتنه (جمعه)

جيونيوز: پر نرېندارمودي د آنتونیو ګوترس غږ: د ګاندي له فلسفې درس واخلئ؛ د مسلمانانو وينه توېنده ودروئ 
روهي (جمعه/۹ د کب)، ملګرو ملتونو هندوستان کې د مسلمانانو او هندوانو ترمنځ د تابيعت قانون پر سر د راپورته شوي کړکېچ په اړه اندېښنه ښوودلې ده. 

د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي آنتونیو ګوترس وياند د هندوستان له حکومت او په ځانګړيی ډول له لومړي وزير نرېندرا مودي غوښتي دي چې په هندوستان کې دي مهتما ګاندي د نه تاوتريخوالي کړنلارې درس واخلي او د مسلمانانو وينه توېدنه دې ودروي. 

د ملګرو ملتونو په دې خبرپاڼه کې ويل شوي دي، د هند حکومت دې هڅه وکړي چې هندوستان د ټولو خپلو وګړو لپاره د امن، سولې او همپالنې کور کړي. 

د ملګرو ملتونود عمومي سرمنشي  وياند ويلي دي چې دوی په هندوستان کې روان وضعيت ګوري او دا چې د وژل شوي شمېر تر ۳۷ ورسېد د ژورې اندېښنې وړ ده. 

د هندوستان پلازمينې نوي ډيلي کې د هندوانو له خوا پر مسلمانانو د بريدونو په ترڅ کې تر ۳۷ مسلمانان شهيدان شوي او همدا ډول دوه جوماتونه او ځيني کورونه سوځول شوي دي. 

الجزيره: قطر خپلو وګړو ته امر کړئ چې له ايران دې ووځي 
روهي (جمعه/۹ د کب)، ايران کې د کرونا ويروس د مثبتې پېښو د مخ په ډېرو وروسته قطر هېواد خپلو وګړو ته امر چې له ايران بهر او بېرته هېواد ته ستانه شي. 

قطر خپل هېواد کې يو شمېر هوټلونه هغه کسانو ته ځانګړي کړي دي چې له ايران به راستانه شي.  د قطر  هېواد دغه وګړي به ۱۴ ورځې قرنطين وساتل شي. 

کرونا ويروس د ايران د ولسمشر مرستيالې، روغتيا وزارت مرستيال او د ولسي جرګې د درېيو غړو په شمول ۳۸۸ کسان نيولې او ۳۴  نورو خپل ژوند له لاسه ورکړی. 

منځني ختيځ کې  ايران هغه هېواد دی چې تر ټولو ډېرې مثبتې پښې په کې ثبت شوې او د مړو شمېر يې هم ډېر دی، خو کويټ، عراق، عربي متحده اماراتو او يمن کې هم د کرونا ويروس مثبتې پېښې ثبت شوې دي. 

اسوشېټېد پرېس: کرزی امريکا ته! زمونږ کلي مو بمبار کړل؛ افغان ولس ته مو ستر مصیبتونه وروسول
روهي (جمعه/۹ د کب)، پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي سبا قطر کې د طالبانو او امريکايانو ترمنځ د افغان سولې په اړه د تړون د لاسليک هر کلی کړی او هيله ښوودلې ده چې د امريکايانو وتل به افغانانو ته دا چانس ورکړي چې د خپل هېواد مسووليت په خپله واخلي. 
نوموړي له اسوشېټېد پرېس سره  په  وروستۍ مرکې کې د امريکا د دغه اعدام هرکلی او مننه کړي خو په ورته وخت کې يې د تېر په څېر په افغانستان کې د امريکا پر ماموريت نېوکې کړي. 

پخواني ولسمشر د امريکا له متحدو ايالتو او نړيوالې ټولنې د هغه پيسو او مرستو په پار مننه کړي چې د افغانستان د پرمختګ سبب شوي. کرزي ويلي دي چې په ورته وخت کې د امريکا پوځ افغانستان کې د افغانانو کلي او کورونه  بمبار کړل او دغه ولس ته يې ستر مصیبتونه پرېښودل. 

"د امریکې خلکو ته زموږ پیغام دادی چې موږ له هغه مرستې څخه چې تاسو یې او نړيوالې ټولنې مونږ سره په هغه برخو کې چې اړتيا وه او په افغاني ټولنه کې د پرمختګ سبب شوې، مننه کوو." 

نوموړي د خپلو خبرو په يوې بلې برخې کې ويلي، "د امريکا حکومت او پوځ ته مونږ دا ووايو چې تاسې د افغانانو پر وړاندې ستر لاس درلود، زمونږ کلي مو بمبار کړل؛ افغان ولس ته مو ستر مصیبتونه وروسول." 

حامد کرزي له دې وړاندې هم افغانستان کې د امريکا پر پوځي ماموريت نيوکې کړې او ټېنګار کړی چې  د ترهګرو ځالې د افغان خاورې دننه نه دي. 

العربيه: له يوې خوا سوريې تر ۳۳ پوځيان ووژل له بلې خوا کړکېچونو د ترکۍ (لیرې) ارزښت را ټېټ کړ
روهي (جمعه/۹ د کب)، د سوريې په ادلب کې د ترکيې او سوريې ترمنځ د پوځي کړکېچونو په پايله کې د ترکيې اقتصاد هم منفي اغېزمن شوی دی. تازه نن جمعه د امريکايي ډالر په مقابل کې د ترکۍ لېرې بيه صفر اعشاريه دوه سلنه را ټېټه شوه. 

د سوريې هوايي پوځ بريد کې چې نن يې ۳۳ ترکيي پوځيان ووژل، په نړيوال بازار کې د امريکايي ډالر په مقابل کې ترکۍ لېرا راټېټه شوه. 
اوويلي دي چې د دغه بريد سخت غچ به واخلي. نن يو امريکايی ډالر په  6.2080  لېرې وو. 

فرانس پرېس: واه وې شرکت فرانسه کې د ۲۱۸ مېلېونه ډالرو په ارزښت د 5G  فابريکه جوړوي 
روهي (جمعه/۹ د کب)، د ټېکنالوژۍ  په برخه کې ستر چينايي شرکت واه وې پلان لري چې فرانسه کې د 5G وسايلو د جوړېدو فابريکه جوړه کړي. دې سره به واه وې اروپايي هېوادونو د 5G وسايل توليدوي. 

دا له چين بهر د واه وې شرکت لومړی فابريکه ده.  په دې سره به واه وې فرانسه کې ۲۱۸ ملېېونه امريکايي ډالر پانګونه وکړي او ۵۰۰ کسان به په دندو وټاکي. 

دغه فابريکه به د اروپا هېوادونو  لپاره د 5G په برخه کې  بيلا بيل وسايل توليدوي چې وروسته ښايي نورو اروپايي هېوادو کې هم څانګې پرانيزي.