
روهي (جمعه/۹ د کب)، د ټېکنالوژۍ په برخه کې ستر چينايي شرکت واه وې پلان لري چې فرانسه کې د 5G وسايلو د جوړېدو فابريکه جوړه کړي. دې سره به واه وې اروپايي هېوادونو د 5G وسايل توليدوي.
دا له چين بهر د واه وې شرکت لومړی فابريکه ده. په دې سره به واه وې فرانسه کې ۲۱۸ ملېېونه امريکايي ډالر پانګونه وکړي او ۵۰۰ کسان به په دندو وټاکي.
دغه فابريکه به د اروپا هېوادونو لپاره د 5G په برخه کې بيلا بيل وسايل توليدوي چې وروسته ښايي نورو اروپايي هېوادو کې هم څانګې پرانيزي.