کابل: وسله والو غلو يوه افغان - هندو ميرمن وژلې او ټول کور يې ورڅخه لوټلی 



روهي (جمعه/۹ د کب)، تېره شپه د کابل ښار پروان کارتې يا کارته پرون نومي سيمه کې وسله والو غلو يوه افغانه هندو ميرمن وژلې، پيسې او نور د کور وسايل يې ورڅخه وړي دي. 

پېښه تېره شپه رامنځ ته شوې. وسله وال غله د پردیکا په نوم د يوې افغانۍ هندو ميرمن کور ته ورغلي، نوموړې په بې رحمۍ وژلې، څلور زره ډالر او د يو مېلېونه افغانيو په ارزښت سره زر او نور وسايل يې ورڅخه غلا کړي. 

پردیکا تازه له هندوستانه افغانستان ته راغلې او د شپې په خپل کور  کې تنها وه. کارته پروان سيمه کې يو شمېر افغان سيکان او هندوان ژوند کوي. ياده سيمه کې د حکومت اوسني او پخواني لوړپوړي چارواکي هم اوسيږي او ډېری امنيتي کسان په کې شتون لري. 

کورنيو چارو وزارت پېښه مني او زیاتوي چې په دې برخه کې به پلټنې تر سره کړي. 

تاسو دغه لیکنه شریکولی شئ!

د لیکوال نورې لیکنې
Loading...

تبصرې

تبصرې نشته

خپله تبصره مو ولیکئ