ولسمشر غني افغان امنيتي ځواکونو ته: د وسله وال پوځ د اعلی سرقومندان په توګه ته ډاډ درکوم چې ملاتړی مو يم 

روهي (جمعه/۹ د کب)، افغان ولسمشر محمد اشرف غني د افغان ملي امنيتي ځواکونو د ملي ورځې په مناسبت خپور شوي پيغام کې دوی ته ډاډ ورکړی دی، چې دی، افغان ولس او نړيواله ټولنه يې ملاتړې ده. 

د ارګ په خپرې شوې اعلاميې کې ويل شوي دي، "د وسله وال پوځ د اعلی سرقومندان په توګه تاسې ته ډاډ درکوم چې زما، ملت او نړیوالې ټولنې ملاتړ څخه برخمن یاست او ستاسې د تمویل، تجهیز او روزنې په برخه کې به تر بل هر وخت زیاتې هڅې وکړو."

ولسمشر غني په تېرو ولسشريزو او د ولسي جرګې په ټاکنو کې د افغان امنيتي ځواکونو د رول ستاينه کړې، "زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونو د ولسي جرګې او جمهوري ریاست ټاکنو د امنیت په ټینګښت سره یو ځل بیا ثابته کړه چې بې پرې، مسلکي او ملي ځواکونه دي او په ټول افغان ولس پورې تړاو لري. تاسې پر دغو هڅو په ولسواکه ټولنه کې د یوه مهم اصل په توګه بنسټیزې ولسواکۍ ته د زمینې برابرول، تمثیل کړل."

نوموړي د قانون د ټېنګښت په برخه کې هم افغان ځواکونه ستايلي دي، "تاسې زړور او اتل امنیتي او دفاعي ځواکونه ملي بنسټونو پورې تړاو لرئ، تاسې د اساسي قانون ساتونکي، د ملي یووالي د ټینګښت او ملي اقتدار د حاکمیت ملاتړي یاست او ستاسې مبارزه د دې لامل شوه چې دښمن هغو موخو ته چې ټاکلې یې وې، ونه رسېږي."

نن د کب مياشتې نهمه نېټه ده چې په ټول هېواد کې د افغان ملي امنيتي ځواکونو څخه د ملاتړ ورځې په توګه لمانځل کيږي.