چین پاکستان ته د ملخانو سره د مبارزې لپاره ۱۰۰۰۰۰ مرغاوۍ ورکوي

روهي( پنځه نۍ/۸ د کب )،  چین به د ملخانو پرضد مبارزې لپاره پاکستان ته یو لک ( ۱۰۰۰۰۰ ) مرغاوۍ ولیږي.

 د چین کرهني کارپوهان وايي چې یوه مرغاوۍ په ورځ کې له ۲۰۰ څخه ډیر ملخان خوري، نو دا د آفت وژونکو څخه ډیر اغیزناک دی.

د فبرورۍ په پیل کې، پاکستان د اضطراري حالت اعلان وکړ ځکه چې د دوه لسیزو په جریان کې د ونو بوټو خورا ناوړه بریدونو سره مخ شو،دې اونۍ کې د چین حکومت د ملخانو برید باندې د معاملې لپاره د کارپوهانو یوه ډله هم اعلان کړې او د ملخانو د له مینځه وړلو لپاره به مرغاوۍ به پاکستان ته ولېږي.

لو ژیزی د زنجيانګ د کرنې د علومو اکاډمۍ یو لوړ پوړی څیړونکی، مرغاوۍ د ملخانو په وړاندې "بیولوژیکي وسلې" بولي.

په راتلونکو څو میاشتو کې به په لویدیځ سنکیانگ کې د مرغاویو کارول پیل شي. له هغې وروسته به دوی په پاکستان کې د سند، بلوچستان او پنجاب اغیزمن سیمو ته واستول شي.