نامتو سندرغاړې ثریا خانم(ماه جبین قزلباش) مړه شوه

روهي(پنځه نۍ/۸ د کب)، د پښتو ژبې نامتو سندرغاړې ماه جبین قزلباش روغتون کې د زړه له ناروغۍ مړه شوه. نوموړې کابو دوې میاشتې وړاندې د زړه حملې له کبله په دې روغتون کې بستر شوې وه، او دا ټوله موده په کوما حالت کې وه. ماه جبین قزلباش له تېرو څو لسیزو راهیسې د پښتو موسیقۍ په ډګر کې یوه پېژندل شوې څېره وه.
 
هغې د د خپلو هنري خدمتونو او لاسته راوړنو له کبله په پاکستان او نړۍ کې ګڼې جایزې ورکړل شوې وې، او د "بلبل سرحد " په نامه هم پېژندل کېده. ماه جبین قزلباش د ایمل خان په نامه د پښتو فلمونو له یوه لوبغاړي سره، چې د اورکزۍ ایجنسۍ و، واده کړی و. نوموړې دوه زامن او یوه لور لري.د ماه جبین قزلباش اصل نوم ثریا خانم و او په ۱۹۶۵ کال کې په پېښور کې زېږېدلې وه، او په همدې ښار کې لویه شوې هم وه.
 
د هغې کورنۍ او نیکونه په اصل کې د افغانستان د هرات ولایت وو او وروسته پېښور ته را کوچېدلي وو.مېرمن قزلباش ته نژدې سرچینو ویلي چې د ناروغۍ په وروستیو ورځو شپو ورځو کې نوموړې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ وه او ان په روغتون کې د روانې درملنې لپاره یې هم کافي پیسې نه درلودې.سرچینې زیاتوي چې په دې لړ کې د پښتونخوا ځایي حکومت او نورو ادارو له هغې سره هېڅ ډول مرسته نه وه کړې.