يو پاکستاني له ايران پاکستان ته کرونا ويروس ورسولو

روهي (څلورنۍ/۷ د کب)، پاکستاني چارواکو ويلي دي چې پاکستان کې تازه د کرونا وژونکي ويروس دوه مثبتې پېښې بثبت شوې دي. دغه دوه پېښې د پاکستان په سند ايالت کې رامنځ ته شوې دي. 

د سند د روغتيا ادارې مسوولينو ويلي دي چې يو اغېزمن کس ۲۲ کلن دی او له ايران څخه تازه د پاکستان کراچۍ ته راستون شوی وو. ناروغ او کورنۍ يې قرنطين يا ځان ته شوې دي. 

پاکستان له ايران سره خپله پوله هم تړلې ده خو دغه کس د بس له لارې له ايران د پاکستان کراچۍ ته تللی وو. پاکستان کې  د کرونا ويروس دا لومړۍ پېښې دي.