پاکستان ستر ښار کراچۍ کې هم د کورونا یوه پېښه ثبت شوه

راپور: محمد مبین هڅاند  روهی( څلورنۍ/۷ د کب )،  د کراچۍ اوسیدونکی یحیی جعفري له ایران څخه په الوتکه کې کراچۍ ته ورسید. طبي معاینې د هغه کورونا ویروس تایید کړ.
 
 د کراچۍ یو ځوان د کرونا ویروس سره تصدیق شوی دی. د سند ایالت روغتیا ریاست ویلي دي چې ۲۲ کلن یحیی جعفري ایران ته لاړ چې له هغه ځایه په الوتکه کې راستون شو.
 
د سند ایالت ریاست وايي ، دغه ځوان یحیی جعفري د یوه شخصي روغتون د جدي پاملرنې په څانګه کې ځای په ځای شوی دی، چې هلته ورته روغتیايي پاملرنه کیږي.
 
 جعفري د کراچۍ په یوه خصوصي روغتون کې تر درملنې لاندې دی. د سرچینې په وینا، د کورونا ویروس قرباني ناروغ سره د هغه د کورنۍ غړې هم ده چې معاینات به یې وشي.