د کرونا ویروس مخنیوي لپاره تدابیر

روهي(څلورنی/۷ د کب)، افغان ولسمشر محمد اشرف غني له کرونا ویروس سره د مبارزې د نوو هڅو په پار ۲۵ مېلیونه ډالره بودجه ځانګړې کړې.نوموړي په یوه ځانګړې غونډه کې يوې کارډلې ته امر کړی چې د کورونا د خپرېدو د مخنيوي لپاره اړین پروګرامونه پلي کړي.
 
د عامې روغتیا وزارت وايي له کورونا سره د مبارزې لپاره يې هڅې په پنځو برخو ورټولې دي چې د خپرېدو مخه یې ونيسي. د ولسمشر د دستور له مخې، په هوايي او ځمکنيو لارو کې باید د مخنيوي او څارنې ځانګړي وسایل هم ځای پر ځای شي. د عامې روغتیا وزارت مرستیال فدامحمد پیکان چې د کوروناويروس د خپرېدو د مدیریت لپاره هرات ته تللی وايي له کورونا سره د مبارزې لپاره لومړني او بنسټیز ګامونه اخیستل شوي او پر دغې ناروغۍ مشکوک اخته کسان پېژندل شوي او قرنطين شوي.
 
د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز د دوشنبې په ورځ ويلي وو چې د ایراني چارواکو بې غوري افغانستان او د ایران نورو ګاونډیو هېوادونو ته د کورونا د خپرېدو لامل شوې.