ولسمشرۍ ماڼۍ: د کرونا ويروس له امله د ولسمشر د لوړې مراسم وځنډېدل

روهي (څلورنۍ/۷ د کب)، د ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپرې شوې اعلاميې کې ويل شوي دي، چې د کورنا ويروس،  د بهرنيو مېلمانو راتګ او د لوړې مراسمو د ښه چمتوالي لپاره دغه مراسم له راتلونکې پنځه نۍ د کب مياشتې تر ۱۹مې نېټې ځنډېدلې دي. 
 
له ارګه په خپرې شوې خبرپانه کې ويل شوي دي، "د افغانستان اسلامي جمهوریت، جمهور رئيس محمد اشرف غني له تخنیکي برخو، د هیواد په کچه سیاسي شخصیتونو، قومي مشرانو، د دولت ساز ټیم له مشرتابه او د افغانستان بین المللي شریکانو سره له پراخو او هر اړخیزه مشورو وروسته دا مصلحت وګاڼه چې راتلونکې پنجشنبه د کب په ۸مه نېټه، د لوړې ترسره کېدونکي ستر مراسم، د کب تر ۱۹مې نېټې پورې وځنډول شي.

د کرونا ویروس د خپرېدو اوازې، د بهرنیو لوړرتبه مېلمنو د راتګ لپاره د وخت کمی او مراسمو لپاره د لا ډېر تخنیکي چمتوالي اړتیا، د دې سترې ملي برنامې د ځنډ اساسي لاملونه دي. د افغانستان جمهور رئیس د شریف ملت د حوصلې او د هیواد د لوړو مصالحو په اړه د دوی د ژور درک مننه کوي.

د هیواد ټولو ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو ته دستور ورکول شوی چې په ټول هیواد کې د تاوتریخوالي کمښت ته د مسلکي پاملرنې ترڅنګ دې د هیوادوالو د مال او ځان په خوندیتوب کې یوه شېبه غفلت نه کوي او د خلکو په خدمت کې دې وي. په عین وخت کې د افغانستان ملت ته ډاډ ورکوو چې د دولت دستګاه به د پخوا په څېر، افغانانو ته د اغېزناکو او پر وخت خدمتونو رسولو په برخه کې خپل مسئولیتونه په پوره جدیت او صداقت ترسره کوي."