روهي(درې نۍ/۶ د کب)، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هند ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې ویلي، له افغان طالبانو سره د امریکا د خپلمنځي هوکړې له مخې به افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر په لومړي پړاو کې ۸۶۰۰ ته راکموي. ټرمپ وویل، د ده ادارې د افغان جګړې په اړه پرېکنده دریځ نیولی، او تور یې پورې کړ چې پخوانیو امریکایي حکومتونو په دې اړه هېڅ نه دي کړي.
ټرمپ د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې امریکا د ترهګرۍ پر ضد ډېر څه کړي او د داعش ډله یې له منځه وړې ده، خو اوس وخت را رسېدلی چې د سیمې هېوادونه په دې اړه خپل مسولیت ترسره کړي. د امريکا د بهرنیو چارو وزارت د اعلاميې له مخې د امريکا او طالبانو تر منځ د تړون له لاسلیکېدو وروسته به ژر د افغانانو خپلمنځي خبرې هم پیل شي.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پامپېو په یوه اعلامیه کې ویلي د دغه تړون له لاسلیک وروسته به ژر د افغانانانو خپلمنځي خبرې هم پیل شي. د هغه په وینا، امریکایی پوځ له تېرو ۱۹ کلونو راهیسې په افغانستان کې دی او اوس وخت را رسېدلی چې له دې هېواده ووځي.
وروستي