روهي (درې نۍ/۶ د کب)، ايران مني چې د هېواد د عامې روغتيا وزارت مرستيال ایرج حریرچي په کورونا ويروس اخته شوی دی. مرستيال وزير هم په يو وېډيويي پيغام کې پر کورونا د ککړېدو پخلی کړی.
ایرج حریرچي اوس مهال په خپل کور کې دی او درملنې لاندې دی. مرستيال وزير ويلي دي چې ناروغي پر هر چا راتلی شي او دا اړينه نه ده چې څوګ عام کس دی او که دولتي چارواکی.
نوموړي په نشر شوي وېډيويي پيغام کې ويلي دي چې ده له تېرې ورځې يې تبه درلوده. وينه يې د معاينې لپاره ولېږله او وروسته مالومه شوه چې پر کورونا ويروس اخته شوی دی.
ایرج حریرچي دغه ويروس ته د ديموکراتيک ويروس نوم ورکړی دی او ويلي دي چې دغه ويروس دا نه ګوري چې څوګ شتمن دی او که غريب. کرونا ويروس ايران کې پنځه کسان ووژل او له دېرشو ډېر نورې پر اخته شوي دي.
افغانستان، ترکيې، عمان، پاکستان او د سيمې يو شمېر نورو هېوادونو ايران سره خپلې هوايي او ځمکنۍ لارې تر يوې ناڅرګندې مودې د کورونا ويروس د خپرېدو له ويرې تړلې دي.
وروستي