تېرماښام ځانمرګي بريد په هنګو کې 17 تنه ووژل

 تېر ماښام يو ځانمرګي بريدکوونکي د پښتونخوا په هنګو ښار کې د شيعه بنسټ له خوا په يوه نوي جوړيدونکي روغتون بريد وکړ. په دغه بريد کې 17 تنه ووژل شول او شاوخوا 20 تنه ټپيان شول. په پاکستان کې لشکر جنګوي د دغې پېښې مسووليت پر غاړه اخيستی دی.