ایران کې کورونا ویروس۵۰ تنه وژلي 

روهي( درې نۍ/۶ د کب )،  له چین څخه وژونکي کورونا ویروس په ایران کې ۵۰ کسان وژلي، چې په پایله کې یې په ټوله نړۍ کې۲۶۰۰۰ کسان وژل شوي دي.

د ایران نیمه رسمي خبري اژانس الینا د پارلمان د غړي په حواله ویلي دي چې د ایران مذهبي سپیڅلي ښار قم کې د کورونا ویروس له امله د مړو شمیر ۵۰ تنو ته رسیدلی.

د قم څخه د ایران پارلمان غړی پر حکومت تور ولګاوه چې د تلفاتو اصل شمیر پټوي، او په قم کې یو زیات شمیر خلک د ویروس له امله مړه شوي دي.

 ټول هیواد کې ښوونځي د دوه ورځو لپاره تړل شوي، پداسې حال کې چې د پیښې په اړه اندیښنې د دې اونۍ عمومي ټاکنو ځنډیدو خطر ډیر کړی. د روغتیا نړیوال سازمان په ایران کې وضعیت جدي اندیښنه څرګنده کړې.

له بلې خوا، د ایران د روغتیا وزارت وايي د کورونا ویروس مړینې شمیره تنه ۱۲ دی او 
 ۶۱کسان متاثر دي. ترکیه او ارمنیا په ایران کې د کورونا ویروس له امله خپلې پولې تړلې دي.

د کورونا ویروس په کویټ ، افغانستان او بحرین کې هم رسیدلی، او دې هیوادونو د کورونا ویروس پیښې تصدیق کړي دي.