د هلمند سلګونه مېرمنو د دوامداره اوربند او پايداره سولې غوښتنه وکړه

روهی( درې نۍ/۶ د کب )، د هلمند سلګونه تنو مېرمنو د يوې پراخې غونډې په ترڅ کې، د تاوتريخوالي کموالي هرکلي سربيره د دوامداره اوربند او پايداره سولې غوښتنه وکړه.

 دغه غونډه کې ويناوالو مېرمنو وويل: د جګړې لويه قرباني ميرمنې ورکوي ددوی په وینا، جګړې نه يوازې سرونه خوړلي، بلکې د ګڼو پرمختګونو، اقتصاد، ټولنيز ژوند او په نورو برخو يې ستر اغيز کړی دی.

هلمنديو ميرمنو څرګنده کړه، چې سوله د ټول بشر په خير، د پرمختګ ښه وسيله او د ارامه ژوند لامل کيږي، چې د جګړې اړخونه يې بايد رعايت او د مذاکراتو له لارې ستونزو ته پايښت ورکړي.