ننګرهار کې د څه باندې ۱۸ ميليارده او ۸۲۰ ميليونه افغانيو په لګښت ۱۰۷۴ پروژې بشپړې او روانې دي

روهي (درې نۍ/۶ د کب)، د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل په هڅو په دې ولايت کې د دولت انکشافي بوديجې او مرستندويه ادارو له لوري په ۱۳۹۸ مالي کال کې د اتلس ميليارده، اته سوه شل ميليونه، او اته سوه دري شپیته زره افغانيو په مالي لګښت ۱۰۷۴ پروژې بشپړې او تر کار لاندې دي.

د معلوماتو له مخې دغه پروژې د دې ولايت په مرکز جلال اباد ښار او ولسواليو کې د ټولنيز خونديتوب، کرنې، کليو پراختيا، روغتيا، تغذيې، پوهنې، کلتور، مذهب، زير بناء او طبعي زيرمو، حکومتولۍ او د قانون حاکميت په برخو کې پلې شوي دي.

د ولايت مقام سکتوري رياست د معلوماتو له مخې په ۱۳۹۸ مالي کال کې د ۱۸ ميليارده ۸۲۰ ميليونه او اته سوه دري شپيته زره افغانيو په لګښت د دې ولايت په مرکز جلال اباد ښار او ولسواليو کې ۴۵۵ پروژې بشپړې او د ۶۱۹ نورې تر کار لاندې دي، چې ډېر ژر به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

له ياد لګښت څخه ۱۳ ميليارده، ۱۹۳ ميليونه، نهه سوه څلور اويا زره اته اتيا فغانۍ د انکشافي بوديجې او پنځه ميليارده ۶۰۶ ميليونه اته سوه نهه اتيا زره درې سوه پنځه پنځوس افغانۍ د مرستندويه ادارو له لور په لګښت رسيدلي دي.

د انکشافي بوديجې له مخې د څلور ميليارده، اته سوه اووه نوي ميليونه يو سل او دوه نوي زره پنځه سوه څلور څلويښت افغانيو په مالي لګښت پنځه اتيا پروژې په جلال اباد ښار کې بشپړې او روانې دي.

دغه راز د اته ميليارده دوه سوه شپږ نوي ميليونه اووه سوه يو اتيا زره پنځه سوه څلور څلويښت افغانيو په مالي لګښت شپږ سوه دري اويا پروژې په ولسواليو کې بشپړې او تر کار لاندې دي.

همدا راز د مرستندويه ادارو له لوري هم لسګونه پروژې په ښار او ولسواليو کې بشپړې او تر کار لاندې دي.

د ولسمشر د ژمنې له مخې د څه باندې يو شپيته ميليونه، درې سوه يو اويا زره اووه سوه اته ويشت افغانيو په لګښت په دې ولايت کې دري پنځوس نوي جوماتونه جوړ شوي دي.
له دغه جوماتونو څخه شل يې په کوټ، پنځه شينوارو، شپږ هسکې مېنې، ديارلس اچين، پنځه په نازيانو او څلور يې په دوربابا ولسواليو کې جوړ شوي دي.

همدا راز د اقراء برنامې په چوکاټ کې د دې ولايت په مرکز جلال اباد ښار، بهسودو، لعلپورې، چپرهار، سره رود، کامې، مومندرې، دوربابا، خوږياڼو، شينوارو، کوز کونړ، روداتو، ګوشتې، بټي کوټ، دره نور او کوټ ولسواليو کې د يو ميليارد، درې سوه څلويښت ميلیونه او نهه سوه څلور نوي زره افغانيو په مالي لګښت د ۱۸۳ ښوونځيو جوړولو چارې بشپړې او تر کار لاندې دي.

په ۱۳۹۸ مالي کال کې د دولتي ودانيو او تاريخي ځايونو د رغونې ترڅنګ، د ابيارۍ، ټولنيز خونديتوب، سړکونو، ويالو، پلو لارو، استنادي ديوالونو، سړکونو، پلچکونو، پلونو، کانالونو، سربندونو، څليو، څلور لارو، د اوبو شبکو، کرنې، روغتيا، ګمرکونو، کاروبار زمينې برابريدو، حرفوي زده کړو او نورو برخو کې سلګونه پروژې بشپړې او سلګونه نورې تر کار لاندې دي، چې ډېر ژر به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.