د بغلان والي عبدالقدیم نیازی: خپل کاري دفتر کې يم او امنيتي ځواکونه د ولايت مقام ساتنه کوي 

روهي (دوه نۍ/۵ د کب)، د بغلان والي عبدالقدیم نیازی نيازی وايي چې د ډاکټر عبدالله عبدالله يو شمېر ملاتړي نن ورځ د ولايت مقام ودانۍ ته رادننه شول چې وروسته بېرته د امنيتي ځواکونو له خوا بهر شول. 

والي وايي چې امنيتي ځواکونو په دې اساس خلکو ته دننه اجازه ورکړي چې بې وسلې کسان وو خو چې کله يې دلته چور او غلمغال جوړ کړ بېرته واېستل شول. 

عبدالله نيازی په بغلان کې د قانون او حکومت د شتون ډاډ ورکوي او زياتوي چې هېڅ کوم کس د والي په توګه او زورواکۍ ولايت مقام ته نه داخل شوی او نه به داخل شي. 

د عبدالله عبدالله ملاتړو د بغلان ولايت مقام دننه د ولسمشر به توګه د نوموړي د انځور د لګولو هڅه کوله چې مخه يې ونېول شوه. 

د عبدالله عبدالله ډلې مصطفی محسني د بغلان د  والي په توګه معرفي کړی خو امنيتي خواکونه اجازه نه ورکوي چې په خپل سره ولايت ته دننه شي