د کرزي په کور کې د زلمي خليلزاد او ډاکټر سپنتا شخړه 

روهي (دوه نۍ/۵ د کب)، يو شمېر سرچينو رسنيوو ته ويلي دي چې د حامد کرزي په کور کې د زلمي خليلزاد او پخواني ولسمشر حامد کرزي د وخت ملي امنيت شورا سلاکار رنګين دادفر سپنتا ترمنځ لفظي شخړه شوې. 

سرچينې زياتوي چې زلمي خليلزاد د ولسمشر محمد اشرف غني د رسمي کار د پېلېدو ويلي خو سپنتا يې مخالفت کړی او زلمي خليلزاد ته يې ويلي دي چې د زور او B52 الوتکو وخت تېر شوی دی. 

تر اوسه په دې اړه رسمي مالومات نه دي رسنيز شوي. زلمي خليلزاد له تېرو څو ورځو راهيسې د ولسمشر غني په شمول له افغان سياسي څېرو سره په سوله او د ولسمشريزو ټاکنو د پايلو اعلان او راپورته شوي سياسي کړکېچ په اړه ناستې تر سره کوي.