د هېواد واليانو ته د عبدالله عبدالله خبرداری: که زمونږ مخالفت وکړی نو له دندو به مو ګوښه کړم 

روهي (يوه نۍ/۴ د کب)، د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنيزې ډلې د ټاکنو پايلو د نه منلو په غبرګون کې د جوزجان او سرپل واليان نوي ټاکلي دي او پخواني يې له دندو ګوښه کړې دي. 

دغه ټاکنيزه ډله د هېواد د نورو ولايتونو واليانو ته هم خبرداری ورکوي، چې که چېرې څوګ  د دوی مخالفت وکړي نو له دندو به یې ګوښه او پر ځای به ېې نوي واليان وټاکي. 

د ثبات او وهمپالنې ډلې د ټاکنيزو څارونکو مسوول فضل احمد معنوي رسنيو ته ويلي دي چې دوی د هېواد ملي شتمنۍ په پام کې نېسي او په ورته وخت کې خپلو موخو ته هم ځان رسوي. 

معنوي وايي چې سخت وضعيت کې قرار لري، داسې ګامونه به پورته کړي، چې ملي شتمنيو او خلکو ته زيان ونه رسيږي خپل حکومت پلی کړي.