ځانګړی تياری ورته روان دی؛ محمد اشرف غني به نېږې ورځو کې د ولسمشر په توګه لوړه وکړي 

روهي (يوه نۍ/۴ د کب)، افغان ولسمشر محمد اشرف غني  د لوړې مراسمو  لپاره کمېسيون ټاکلی دی، چې د کورنيو او بهرنيو مېلمانو په شتون کې به دغه مراسم تر سره کړي. 

د سيمه یيزو ارګانونو ادارې وياند سید شاه سقیم رسنيو ته ويلي دي چې په دې برخه کې لومړۍ ناسته تر سره شوې ده، او بيلا بيلې کميټې رامنځ ته شوې دي چې د لوړې مراسمو ته تياری ونېسي. 

ولسمشرۍ ماڼۍ د دغه خبر د تائيد ترڅنګ وايي چې ولسمشر د لوړې مراسمو لپاره د ځانګړو تشريفاتو او مراسمو د جوړېدو حکم ورکړی دی.