پاکستان ادعا کړې چې د اورپکو ډلې پنځه  تنه یې وژلي

روهي(نۍ/۳ د کب)، د پاکستان امنیتي ځواکونو ادعا کړې چې تېره شپه یې ۵ مشکوک کسان وژلي دي، د پاکستان د ترهگرۍ ضد یو چارواکي طاهر خان وایي دغه پنځه تنه یاغیان د خیبر پښتونخوا ایالت مرکز پیښور ته نژدې د امنیتي قواو په عملیاتو کې وژل شوي او دوه تنه نور یې نیولي دي.
 
د اسوشیتید پرس د رپوټ له مخې د ترهگرۍ ضد یو بل چارواکي محمد اجمل ویلي چې امنیتي قواو د جمعه په ماښام د پاکستاني طالبانو د ډلې پورې مربوط د سجنا په نامه ډلې دوه یاغي قوماندان نیولي دي.
 
د پاکستان حکومت پداسې حال کې د پاکستاني طالبانو پر ضد د عملیاتو خبر ورکوي چې نن د شنبې په ورځ په افغانستان کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د ټرون د لاس لیک دمخه د تاوتریخوالي د کمولو اونۍ پیل شوې ده. د پاکستان پوځ د وژل شویو کسانو په اړه نور معلومات نه دي خپاره کړي.