د کاروبار پېژندنې په نوم نوی کتاب چاپ شو

د اقتصاد پوهنې په څانګه کې د (کاروبارپېژندنې) په نوم نوی کتاب چاپ شو. دا کتاب د ليکوال ګلاب بهار لخوا ليکل شوی دی. نوموړی کتاب د دانش خپرندویه ټولنې په زيار چاپ ته چمتو شوی.

کـاروبار پېژندنه نومي کتاب په خورا ساده پښتو ژبه لیکل شوی اثر دی، چې موخه او منځپانګه يې د کــاروبـار پر اساسي، کلیدي، علمي او عملي مسایلو پوهېدل دي.

یاد کتاب په یو نیم کال کې لیکل شوی او هره لیکنه يې د مسیر ورځپاڼې؛ په همیانۍ برخه کې خپره شوې او د دانش خپرندویه ټولنې په مالي لګښت چاپ شوی.

باید یادونه یې وکړم چې یاد کتاب نه یوازې د یو مسلک اړونده محدودې پوښتنې ځوابوې، بلکې د هر کس معنوي تنده خړوبولی شي. 
دغه کتاب لاندې موضوعات لري:
سريزه
بشري کړنې
د کاروبار تعريف
د کاروبار ډولونه
سازمانونه
سازمان ډولونه
شخصي کاروبار
شراکت
ګډې پانګې کمپنۍ
صنعت
صنعت ډولونه
کامرس
سوداګري
د سوداګرۍډولونه
کورنۍسوداګري
نړيواله سوداګري
د سوداګرۍ مرستيالان
ټرانسپورټ
بيمه
تمويل
بانک
مخابرات
سوداګري اوصنعت خونې
د افغانستان سوداګري اوصنعت خونه
نړيوال سوداګريزسازمان
د ونډوبازار