ولسمشرۍ ماڼۍ: ترڅو چې زمونږ او طالبانو ترمنځ خبرې نه وي پيل شوې؛ طالب بنديان نه خوشي کيږي

روهي (جمعه/۲ د کب)، افغان حکومت وايي چې د طالب بنديانو ازادېدل او تبادله يوازې هغه وخت صورت نېولی شي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې بين الافغاني خبرې پيل شي. 

د ولسمشر وياند صديق صديقي په دې اړه ويلي دي چې هر کله د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې رسمي خبرې پيل شي، نو د طالب بنديانو خوشي کېدل به د مهمو بحثونو وي. صديقي ويلي چې د هېواد د شته قوانينو او ملي ګټو په پام کې نېول سره به يې په اړه پرېکړه کيږي. 

بله خوا کې،  د طالبانو او امريکايانو ترمنځ د سولې خبرې هوکړې ته نېږدې شوې دي، او ټاکل شوې ده، چې سر نن شپې به د يوې اوونۍ لپاره تاوتريخوالی کم او همدا ډول د فيبرورۍ په ۲۹مه نېټه به د دوی ترمنځ د سولې هوکړه ليک لاسليک شي.