فرانس پرېس خبري آژانس: د جرمني فرانکفورت کې وسله وال په ډزو نهه کسان ووژل
د جرمني په فرانکفورت کې يو وسله وال کس تېره شپه د دوه چلم خونو دننه نهه کسان په ډزو وژلي او يو شمېر نور ټپيان دي. پوليسو د بریدګر او يو بل کس جسد له پېښې څو ساعته وروسته په يو اپارتمان کې موندلي دي.
لومړۍ پېښه تېره شپه لس بجې او ورپسې دويمه يو څو شيبې وروسته په يو بله چلم خونه کې شوې ده. پوليس وايي چې پلټنې يې پيل کړې دي ترڅو د پېښې لامل پيدا کړي.
له پېښې وروسته بريدګر د موټر په وسيله تښتېدلی چې وروسته يې جسد په خپل کور يا آپارتمان کې موندل شوی دی.
اسوشېټېډ پرېس: ايران کې درې کسان تازه په کرونا ويروس اخته شول
له ايرانه راپورونه وايي چې له چين خپور شوي کونا ويروس دغه هېواد کې درې کسان نېولې دي. کرونا ويروس له دې وړاندې ايران کې د دوه کسانو وژند اخېستی وو.
دغه درې پېښې د ايران په قم ښار کې شوې دي. په ياد کې ښار کې ټول ښوونځي، پوهنتونونه، او ديني ځايونه د کرونا ويروس د خپرېدو له ويرې تړل شوي دي.
ايران د چين له واهان ولايت خپل ۶۰ زده کوونکي را بهر کړي دي. د ايران روغتيا وزارت هم منلې ده چې دغه هېواد کې د کرونا ويروس پنځه مثبتې پېښې ثبت شوې دي، چې دوه ستر عمره کسانو په کې ژوند له لاسه ورکړی دی.
د تېرې ورځې راپورونو پر اساس چين کې د کرونا ويروس د مړينې پېښې ۲۰۰۴ او ټوله نړۍ کې يې د ککړو کسانو شمېر له ۷۰ زره پورته شو.
سي اِن اِن: ساينس پوهانو د کرونا ويروس لومړۍ 3D نقشه جوړه چې د ويروس په درملنه او واکسين کې به مرسته وکړي
امريکا متحدو ايالتو کې ساينس پوهان وايي چې چين کې د نوي خپور شوي کرونا ويروس 3D اټومي لومړنۍ نقشه يې جوړه کړې ده.
ساينس پوهانو هيله ښوودلې ده چې د دغه 3D نقشې په مرسته به وکولی شي چې کرونا ويروس ته واکسين جوړ او همدا ډول د درملنې اسانۍ لارې يې پيدا کړي.
د متحدو ايالتو د روغتيا ملي انسټېټيوټ او تګزاس پوهنتون د پروفيسرانو په ګډو څېړونو کې دوی دغه نقشه کې د کرونا ويروس جينيټک کوډ مطالعه کړی او دا يې موندلې ده چې څنګه دغه ويروس د انسان د وجود کومې برخې ژر نيسي.
کرونا ويروس له تېرو دوه مياشتو چين کې خپور شوی دی، خو تر اوسه يې د نړۍ ساينس پوهان او ورغتياپال په مهار نه دي توانېدلي.
فيمي بيت نيوز: د مرګ لپاره وخت نشته!
د مرګ لپاره وخت نشته يا No Time To Die د امريکا هاليووډ سېنما نوی فلم دی چې د روان ۲۰۲۰ زکال د اپريل مياشتې په درېيمه نېټه به نندارې ته وړاندې شي.
دغه فلم جنګي دی او داستان يې د جاسوسۍ په کارونو او دندو څرخي. دغه فلم باندې ۲۵۰ مېلېونه امريکايي ډالر مصرف شوی دی.
د مرګ لپاره وخت نشته يا No Time To Die فلم کې استخباراتي او د جاسوسۍ ماموريت تر سره کيږي او د جوړېدو چارې يې په ۲۰۱۶ کې پيل شوې وي.
الجزيره: سلګونه زره سوريي وګړي په منډه دي، جګړې د ژوند کولو ځای ترې ورک کړی
سوريه کې د ترکيې او سوريې ځواکونو ترمنځ نښتو، داعش او نورو وسله والو ډلو په سلګونه زره خلک ګډوالۍ ته اړ کړي دي. ډېری دغه کډوال د سوريې له ادليب ښار امن ځايونو ته روان دي.
ملګرو ملتونو سوريه کې د بې سارې کډوالۍ په اړه اندېښنې ښوودلې دي. د ملګرو ملتونو د راپور په اساس کډوالو ته لومړنۍ مرستې نه رسيږي او د سخت ساړه له امله د سلګونه ماشومانو او ستر عمره کسانو ژوند په ګواښ کې پروت دی.
له تېر ډسبمر مياشتې راهيسې نهه سوه زره سوريي وګړي چې نيمايي ماشومان دي د هېواد له يوې برخې بلې ته کډې باروي. جګړې او کړکېچونو له تېرو څو کالونو د دغه هېواد پر وګړو ځمکه تنور کړې ده.
د ملګرو ملتونو راپور وايي چې په تېر يو کال کې د سوريې او روسيې د ځواکونو په بريدونو کې تر درې سوه ډېر ولسي وګړي چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي وژل شوي دي او همدا ډول په سلګونه نور ټپيان دي.
سوريه کې د روان کړکېچن وضعيت په پايله کې د مېلېونه کسانو ژوند ګواښل شوی، مېنې، هټۍ او پانګې يې له لاسه وکړې دي. دوی اوس مهال يوازې د خپل ژوند په خيال کې د امن ځای لټون په سر اخېستې دي.
العربيه: پيپسي شرکت سعودي عربستان کې يو مېلېارد او ۶ سوه مېلېونه ډالر پانګونه کوي
د څښاک مشهور نړيوال پيپسي شرکت ويلي دي چې په راتلونکو پنځو کې کالونو کې به سعودي عربستان کې د يو مېلېارد او شپږ سوه مېلېونه امريکايي ډالرو په ارزښت پانګونه وکړي.
پيپسي شرکت له وړاندې سعود عربستان کې له يو شمېر کورنيو پانګوالو سره په ګډه ۱۱ مېلېارده سعودي ريل پانګونه کړې او غواړي چې هلته خپله سوداګري پسې پراخه کړي.
د پيپسې نړيوال شرکت مسوولين وايي چې ياد شرکت له تېرو ۶۰ کالونو سعودي عربستان سره د نرم څښاک په برخه کې سوداګري لري چې د نوې پانګونې سره به پراخه شي.
دغه پانګونه کوي مېلېونه امريکايي ډالر د پيپسي د پالستيکي پاتې شونو او د چاپيريال د پاک ساتنې لپاره ځانګړې شوي دي.
جيونيوز: (كومار سنګكارا) د کرکټ نړيوال لوبغاړي دې پاکستان ته راشي
د سرېلانکا کرېکټ ملي لوبډلې پخواني کپتان كومار سنګكارا چې اوس مهال په پاکستان کې دی، د کرکټ له نړيوالو ټيمونو غوښتي دي چې پاکستان ته دې راشي او دغه هېواد د کرکټ لوبو غوره ځای دی.
نوموړی پاکستان کې د پنځوس اوريز او ټي ۲۰ لوبو کې د لوبېدو په پار پاکستان ته راغلی دی. كومار سنګكارا وايي چې پاکستان د لوبو ترڅنګ د کرکټ لوبغاړو لپاره د ګرځندويه يو ښه هېواد هم دی.
كومار سنګكارا چې پخوا يې هم په پاکستان کې لوبې تر سره کړې دي خو دا ځل د پاکستان په سوپر ليګ لوبېدل او د خلکو مينه ورته بې سارې ده او د نړۍ نور لوبغاړي هم هلته په ورتګ هڅوي.
وروستي