د ایران بهرنیو چارو وزیر لیدنه له امریکايي دموکرات سره د غبرګونونو لامل شوې

روهي(څلورنۍ/۳۰ د سلواغې)، د ایران د بهرنیو چارو وزیر سره د امریکایي دیموکرات سره سناتو کریس مورفي سره لیدنې غبرګونونه راپارولي د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ ویلي چې ښاغلي مورفي پدې کار سره د "لوگن" قانون تر پښو لاندې کړی دی؛ هغه قانون چې عادي امریکایان د یو بهرني دولت سره د امریکا او هغه دولت ترمنځ د هر ډول کړکیچ سر د رسمي دپلوماسۍ له کولو څخه منع کوي.
پدې ترڅ کې سناتور مورفي مونشن ته د خپل سفر په یاداشتونو کې چې خپاره کړي یې دي د ښاغلي ظریف سره د کتنې په اړه لیکلي دي چې: "لومړی دا چې غواړم پوه شم چې د هغه په نظر د قاسم سلیماني وژنې ته غبرگونه خلاص شوي دي که نه، او غواړم هغه ته سل په سلو کې په ډاگه کړم چې په عراق د امریکایي ځواکونو په ضد د ایران پورې مربوط هر ډول تحریک د نه منلو وړ دی.
د امریکایي ځواکونو له لورې د ایران د قدس ځواکونو د قوماندان قاسم سلیماني له وژنې وروسته د تهران او واشنگټن ترمنځ کړکیچ له بل هر وخت څخه سخت شوی دی.