
روهي( درې نۍ/۲۹ د سلواغې )، د ټاکنو خپلواک کمیسیون کمیشنر حنیف دانشیار ویلي چې د نن ورځې تر پایه یا سبا به د ولسمشریزو ټاکنو پایلې اعلان کړي.
په ورته وخت د ثبات او همپالنې ټیم مشر عبدالله عبدالله ویلي چې د ټاکنو پایلې ورته د منلو وړ نه دي، د همدې ټيم یو بل غړي دوستم بیا ویلي چې که د ټاکنو پایلې په شفاف ډول اعلان نه شي مونږ به د عبدالله عبدالله په مشرۍ بل موازي حکومت اعلان کړو.
همدا ډول بیا ولس نور د ټاکنو خپلواک کمسیون خپل باور د لاسه ورکړی او غوښتنه لري چې څومره زر کېدای شي د ټاکنو پایلې اعلان کړي.