ولسمشر غني د قول اردوګانو قومندانانو ته په خطاب کې: تاسې زما، د ملت او نړیوالې ټولنې له ملاتړ برخمن یاست

روهي( دوه نۍ/۲۹ د سلواغې )، ولسمشر محمد اشرف غني د سولې په اړه دویمه مشورتي غونډه کې د هیواد د قول اردو ګانو له قومندانانو سره وکتل.

په دغه کتنه کې چې په ګلخانې ماڼۍ کې وشوه او د هیواد د امنیتي او دفاعي سکتور رهبرۍ هم حضور درلود، جمهوررئیس او د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان د هیواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو د اتلولۍ او مېړانې د ستایلو پر مهال وویل، په تېرو دوو کلونو کې په جګړه کې ستاسې مقاومت د دې لامل شو چې دښمن هغو موخو ته چې ټاکلې یې ونه رسېږي.

ولسمشر غني د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو رهبرۍ ته په خطاب کې وویل، افغان ولس پر تاسې ویاړي؛ تاسې له ملي بنسټونو سره تړاو لرئ، تاسې د اساسي قانون ساتونکي، د ملي یووالي او د هیواد د ملي اقتدار د حاکمیت ملاتړي یاست.

محمداشرف غني امنیتي او دفاعي ځواکونه د هیواد ریښتیني بچیان وبلل او په ټینګار یې وویل، تاسې په دغه حساس پړاوو کې زما، د ملت او بین المللي ټولنې له قوي ملاتړ څخه برخمن یاست.
محمداشرف غني ټینګار وکړ، ستاسې د تمویل او ملاتړ په برخه کې د ناټو سازمان او نړۍ والې ټولنې ژمنه پر ځای دی، ځکه تاسې د هغوی اصلي شریکان یاست.
ولسمشر په دغه غونډه کې د قول اردوګانو قوماندانانو ته وویل: په هېواد کې د سولې لپاره برابرشوی فرصت ستاسې د مبارزو، اتلولیو او وړتیاو پایله ده او په ډاډ سره ویلی شو په اوسني ظرفیت ددې وړتیا لرو چې ګواښونه مدیریت کړو.
د هیواد ولسمشر په خپلو خبرو کې د قول اردوګانو مسئولینو ته وویل، تاسې د تلې په شپږمه د جمهوري ریاست په ټاکنو کې خپله بې طرفي حفظ کړه او هیوادوالو ته مو ثابته کړه چې په ملي ادارو او ټول افغانستان پورې تعلق لرئ.

ولسمشر همدا ډول وویل، له افغانستان څخه د شاوخوا څلور زره امریکایي سرتېرو کمول به پر وضعیت هېڅ ډول اغېز ونه کړي.

محمد اشرف غني څرګنده کړه: د جنګ ختمولو لپاره زموږ موضع ګېرۍ د دې فرصت برابر کړ چې طالبان د تاوتریخوالي د کچې راټیټول ومني. هغه زیاته کړه، د مذاکراتو او په هېواد کې د جنګ ختمولو فرصت برابر شوی، موږ د ګواښونو او ظرفیتونو په قوي درک سره له دغه فرصت څخه د جنګ ختمولو لپاره ګټه اخلو، خو دا اوس په طالبانو پورې اړه لري چې له دغه فرصت څخه په هېواد کې د جنګ ختمولو لپاره استفاده کوي او یا نه؟
په دې غونډه کې د قول اردو ګانو قومندانانو ټینګار وکړ: لکه څرنګه چې د جګړې په ډګر کې موږ د دښمن پر وړاندې په مېړانه له هیواد او وطن څخه دفاع کړې، د سولې له پروسې څخه هم بشپړ ملاتړ کوو.