کابل کې اته تنه د جنایي جرمونو په تړاو ونیول شول

روهي( دوه نۍ/۲۸ د سلواغې )، کورنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې پولیسو د کابل ښار د ۱۰، ۱۳ او ۱۸ ناحیو او همداراز د پغمان او قره باغ ولسوالیو په اړوند سیمو کې د څو بېلو عملیاتو په ترڅ کې اته تنه د بېلابېلو جنایي جرمونو په ځانګړې توګه د چپاولګرۍ، غلا، ژوبلې او د غیرقانوني وسلو د لېږد او ګرځونې په تړاو نیولي دي.
 
له یادو کسانو څخه پنځه میله تفنګچې، یو شمېر مهمات او یو عراده لېږدوونکې واسطه هم د ملي پولیسو لاسته ورغلي دي.
 
بله خوا بیا د کابل خلک د غلو څخه په تنګ راغلي او وایي چې پولیس هم غله نیسي او هم یې بېرته خوشې کوي چې همدې کارغله زړور کړي دي.