عمران خان: پاکستان کې د ترهګرو پټن ځايونه نه بلکې د افغان کډوالو کمپونه دي 

روهي (دوه نۍ/۲۸ د سلواغې)، د پاکستان لومړي وزير عمران خان نن اسلام اباد کې د افغان کډوالو په اړه ناسته کې وينا کړې. دغه ناستې ته د ولسمشر غني دويم مرستيال سرور دانش او زلمی خليلزاد هم ورغلي دي. 

عمران خان دې ناستې ته وينا کې وويل، چې پاکستان کې د ترهګرو د پټنځايونو په اړه ويل کيږي، خو په پاکستان کې د ترهګرو پټن ځايونه نه بلکې، د افغان کډوالو کمپونه دي. 

خان وايي چې ښايي د ۲۰۰۱ کال سپټمبر مياشتې  په لومړيو کې يو شمېر ترهګرو دلته پناه اخېستې وي، خو اوس مهال دلته افغان مهاجر اوسيږي. دلته په سلګونه زره افغان کډوال دي، څوګ به يو يو وپلټي چې ترهګر دي او کنه. 

عمران خان په خپلو خبرو کې دا هم ويلي دي، چې پاکستان په افغانستان کې د رېښتنې سولې لپاره هڅې او  د سولې بهير ملاتړ کوي. دی وايي چې دا خبره له حقيقت لېرې ده چې د پاکستان پوځ په يوه او حکومت يې په بله خوله دي. مونږ واړه يو يو او افغانستان کې د سولې  هڅو ملاتړ  کوو. 

لومړي وزير عمران دا هم ويلي دي چې په تېرو ۴۰ کالونو کې افغانستان کې جګړه ده او دغه ولس يې سخت وځپلو، چې مونږ د سولې بهير هڅې کوو.