افغانستان ته د امریکا او متحدینو راتګ تصادف نه دی، بلکه دا د کلونو وړاندې پلان وو، چې پر منظم ماسټر پلان یې زموږ پر هېواد خېټه واچوله او هره ورځ خپلو موخو ته د رسېدو لپاره منظم او چټک ګامونه پورته کوي. که څه هم ځینې په دې باور دي، چې امریکا په افغانستان کې ماته خوړلې، خو که لږ ځیر شو دغه هېواد، بریتانیه او نور متحدین یې له افغانستانه یواځې د نشه یي توکو له قاچاقه په میلیاردونه ډالر لاسته راوړي.
(فېنېکس) چې په کابل کې پر نشه یې توکو د روږدو د درملنې لوی مرکز دی، د دې مرکز یوه پخواني مسوول علي افتخاري په دې اړه له ډېرو نادودو پرده پورته کړه. نوموړی وايي، د ولسمشر محمد اشرف غني په حکم ټول روږدي کسان په دغه مرکز کې چې په ډېر لوړ کیفیت جوړ شوی په ډېرو لږو کلونو کې تداوي شي، خو په وینا یې چې کله یې وغوښتل له کابله روږدي راټول او پرې ورکړې پالیسي عملي کړي، د ځینو نامالومو ادرسونو له لوري په مرګ وګواښل شو.
افتخاري وايي، یوه ورځ ورته پر ټيلیفون د مرګ ګواښ وشو، خو ده بابېزه وګڼله. خبر له دې نه چې دا د هغو مافیا د ټیټ پوړو له خوا ګواښ وو، چې نیغ په نیغه د امریکا او انګلیس له مافیايي ډلو سره اړیکه لري. کله چې دی له دفتره راوځي، پر دوو موټر سایکلونو سپاره پرې ډزې کوي، موټر چلوونکی یې په مرمۍ لګیږي او نوموړی د ښیښو په پرچو ټپي کیږي. هغه وايي، بیا ورته زنګ راځي او ورته ویل کيږي چې دا یواځې ټوکې وې، خو که چیرې ورته ورکړل شوی پلان چې په لږ وخت کې د ډیریو روږدو درملنه ده عملي کړي، د ژوند څکه به ترې ونه کړي. همدا وو چې نوموړی استعفا ته اړ ایستل شو.
امریکا له نشه یي توکو څنګه او څومره ګټه تر لاسه کوي؟
مونږ په هېواد کې کابو (۳) میلیونه روږدي لرو. هر روږدی په ورځني ډول کابو د ۲۰۰ افغانیو په لګښت نشه یي توکي کاروي . اوس که دغه پیسې (۳) میلیونو سره ضرب شي، شپږ سوه میلیونه کیږي. چې دا په کال کې میلیاردونو ډالرو ته رسیږي. دغه راز امریکا او متحدینو یې چې د هېواد په کاني زېرمو یې ولکه لګولې او په لوټ تالان یې لګیا دي، نو اوس تاسو قضاوت وکړئ، امریکا او انګلیس چې هر کال په دومره اندازه پیسې لاسته راوړي، ایا مات شوي ؟ او ایا په دومره اسانۍ به دا هېواد پرېږدي؟
نه، هېڅکله نه
ځکه د دې اقتصادي ګټو وټو ترڅنګ دوی، افغانستان او سیمه کې نورې ډېرې اوږدمهالې ستراتیژیکي موخې لري، چې دا هېواد ورته د یو مورچل په څېر دی او کولی شي، خپلې موخې له همدې ځایه په ښه توګه وڅاري او ترلاسه یې کړي.
نو په هېواد کې مو د نشه یي توکو ستره مافیا او د کرکيلې د زمینې برابرولو ستر لوبغاړي امریکا او انګلیس دي، چې په هېواد کې زموږ خپل افغانان په ډېر کم مزد، د دغو مافیایي کړیو، مستقیم یا غېر مستقیم شریکان دي.
وروستي