واده شوي نران پادري نه شي جوړېدای

روهي( یوه نۍ/۲۷ د سلواغې )، پوپ فرانسس ( د مسیحیانو روحاني مشر ) د سویلي امریکا په لیرې پرتو سیمو کې په کلیساګانو کې د واده شوي پادریانو مقررولو وړاندیز رد کړ.
 
د تیرکال په اکتوبر کې، د جنوبي امریکا د څو هیوادونو څخه لسګونه خلکو پاپ ته وړاندیز وکړ چې دوی د کلیساګانو مشران وټاکي خو د هغه له خوا یې دا غوښتنه رد شه.

یاد وړاندیز سویلي امریکا کې لږترلږه ۹ هیوادونو کې په زرګونو کلیو او لیرې پرتو ښارونو او سیمو کې په کلیساګانو کې د پادریانو له سخت کمېدو وروسته ورکړل شوی و.
 
په اکتوبر په ۲۰۱۹ م کال کې راپورونه ورکړل شوي وو چې پادري مذهبي مشران د سویلي امریکا په ایمیزون سیمه کې لږترلږه جنوبي امریکایی هیوادونو کې په زرهاو لیرې جنوبي امریکا هیوادونو کې نشتون درلود.

رویټرز په خپل راپور کې ویلي چې د سویلي امریکا کلي کلیساګانو ۸۵ سلنه پادري له لاسه ورکوي، ځکه چې پورته یاد شوي کلي په لیرې پرتو سیمو کې موقعیت لري، نو له همدې امله هیڅ داسې واده شوي کسان نه شي کولی چې پادري شي. 

پادریان د برازیل په ګډون په نورو سویلي امریکا هیوادونو کې کمښت لري.
 
د راپورونو له مخې ، د سویلي امریکا په ذکرشویو هیوادونو کې په زرهاو کلي شتون لري چیرې چې په کلیساګانو کې هیڅ پادری نشته، له همدې امله عیسوی پیروان د اوونۍ عبادت سره هم ستونزې لري.