کابل ښار کې ۹ تنه په نشه روږدي کسان په ډزو وژل شوي

روهي( یوه نۍ/۲۷ د سلواغې )، د کابل د امنیه قوماندانۍ چارواکي ویلي، ناڅرګندو کسانو د کابل ښار په شپږمه امنیتي حوزه کې نهه تنه معتادین وژلي دي.
 
 
امنیتي چارواکي وايي، تر دا مهاله د یادې پېښې انګېزه مالومه نه ده، خو وايي چې وژل شوي کسان د کابل عدلي طب ته انتقال شوي او پولیسو یې په اړه پلټنې پیل کړي دي.
 

که څه هم تر دې مخکې به په ژمې کې د سړې هوا له امله د معتادینو د مړه کېدو راپورونه ورکول کېدل، خو دا لومړی ځل دی چې ۹ تنه معتادین د ناڅرګندو کسانو لخوا په ډزو سره وژل کیږي.
 

په افغانستان کې د نشه يي توکو د روږدو کسانو د شمېر په اړه تازه سروې نه ده شوې، خو په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د ملګرو ملتونو د نشه یي توکو او جرمنو سره د مبارزې «UNODC» ادارې د سروې له مخې په دغه هیواد کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر دری نیم میلیونه تنه ښودل شوی و.