مارک اسپر: طالبانو سره د تاوتریخوالي د کمولو هوکړه هیله بښونکې  خو له خطره خالي هم نه ده

روهي (يوه نۍ/۲۷ د سلواغې)، د امريکا متحدو ايالتو دفاع وزير مارک اسپر  تېره ورځ له رسنيو سره په خبرو کې ويلي دي چې له طالبانو سره د تاوتریخوالي د کمولو هوکړه هیله بښونکې  خو له خطره خالي هم نه ده. 

د متحدو ايالتو دفاع وزير ويلي دي چې طالبانو سره په هوکړه کې به له افغانستان بهرني ځواکونه هم وځي چې يو څه خطر به هم ولري، خو د يو سياسي جوړجاړي پر اساس بايد افغانستان کې سولې ته زمېنه برابره شي. 

ازادۍ راډيو د نوموړي له خولې ليکلي دي،  "د تاوتریخوالي د کمېدو هوکړه چې له هغه هېواده د امریکايي ځواکونو وتلو ته زمینه برابرولای شي، له خطره خالي نه ده خو زیات ظرفیت لري، که چېرې ټولې چارې له پلان سره سمې پرمخ ولاړې شي، په اوو ورځو کې تاوتریخوالی په حقیقي ډول کم شي، په لسو ورځو کې به بین الافغاني خبرې پیل شي او د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د توافق لاسلیک ته به لاره هواره شي."

ويل کيږي چې د همدې مياشتې په ۲۹ مه نېټه به د طالبانو او امريکايانو ترمنځ د سولې هوکړه لاسليک شي. د دغه هوکړې له لاسليک وروسته به د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ بين الافغاني هم پيل شي.