سرچينې: د تاوتريخوالي کموال د اوربند مانا لري 

روهي (يوه نۍ۲۷ د سلواغې)، طالبانو ته نېږدې يو شمېر سرچينو رسنيو ته ويلي دي چې د امريکا متحدو ايالتو او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې په هوکړه کړې د تاوتريخوالي کموالو د يو نارسمي اوربند په ډول وضعيت دی.

دغه سرچينې وايي چې د تاوتريخوالي کموالو موخه دا ده چې طالبان به ځانمرګي بريدونه نه کوي، پر ملکي او پوځي مرکزونو  به بريدونه نه کوي او لويې لارې به نه بندوي. 

له دې وړاندې ولسمشرۍ ماڼۍ ويلي وو چې دوی د طالبانو له خوا د تاوتريخوالی کموالو له وړانديز سره موافق  نه دي او بايد چې د سولې لپاره بشپړ اوربند اعلان شي. 

د لوېديځو رسنيو د راپورونو پر اساس، ټاکل شوې ده چې د همدې روانې فيبرورۍ مياشتې په ۲۲مه نېټه به دغه هوکړه شوی اوربند يا د تاوتريخوالي کمولو وړانديز پلی او په ۲۹مه به يې د طالبانو او امريکايانو ترمنځ د سولې هوکړه ليک لاسليک شي.