یو چینايي سړی په فرانسه کې د کورونا د ویروس له امله مړ شوی دی

روهي(نۍ/۲۶ د سلواغې)، یو چینايي سړی په فرانسه کې د کورونا د ویروس له امله مړ شوی دی. دا له چین نه بهر په اروپا کې د دې ویروس لومړۍ مرګونې پېښه ده.کرونا څه باندې ۱۵۰۰ کسان وژلي چې ډېری قربانیان په هوبي ولایت کې دي، هغه ولایت چې لومړی ځل ترې دغه ویروس خپور شو.
د فرانسې روغتیايي وزیرې انېاس بېژان ویلي، چې دغه ۸۰ کلن سړی د چین د هوبي ولایت اصلي اوسېدونکی و او فرانسې ته شاوخوا یوه میاشت وړاندې ورغلې و. د وزېرې په خبره دغه چینايي کس د جنوري په ۲۵ په روغتون کې قرنطین شوی و. وړاندې فرانسې تایید کړې وه چې د دې ویروس ۱۱ پېښې یې ثبت کړې چې له ډلې یې ۶ کسان لاهم په روغتون کې بستر دي.
نوموړې زیاته کړې چې د قرباني شوی کس لور هم په کورونا اخته شوې، خو وايي چې د هغې درملنه روانه او د جوړېدو په حال کې ده.له دې وړاندې د کورونا یوازې درې مرګونې پېښې له چینه بهر په هانکانګ، فیلیپین او جاپان کې په ګوته شوې وې او دا لومړۍ پېښه ده چې په اروپا کې رامنځ ته کیږي.