شعيب مالک: غواړم ثابت قدمه پاتې شم 

روهي (نۍ/۲۶ د سلواغې)، مشهور پاکستانۍ لوبغاړی شعيب مالک وايي چې د پاکستان په سوپر ليګ کې به له ځان وړتيا وښيي او ثابت قدمه لوبغاړی به پاتې شي. 

مالک چې د پاکستان په کرېکټ تيم کې ال روانډر لوبغاړی دی ويلي دي چې په ټولو خپلو لوبو کې ښه لوبې تر سره کړي دي او د روان کال پاکستان په سوپر ليګ کې به د تېر په څېر او له تېر هم غوره پاتې شي. 

نوموړي زياته کړې، "په ټولو لوبو کې ښه لوبېدلی  يم، د پاکستان ۲۰۲۰ سوپر ليګ زمونږ خپل ليګ دی، نو دلته بايد خپلې وړتياوې وښيم." 

نوموړی اته دېرش کاله عمر لري او ويلي دي چې هر کله يې د کرېکټ او پاکستان د اصولو اړوند عمر د تقاعد حد ته ورسيږي نو له کرېکټ به لاس په سر شي.