افغانستان ترياک توليدوي، پاکستان يې بيا په هيروئينو  اړوي او اروپايي هېوادونو ته يې لېږي 

روهي (نۍ/۲۶  د سلواغې)، د  بالکان روټ  په نوم يوې نړيوالې مؤسسې په خپل تازه زاپور کې ويلي دي، چې د افغانستان تريکا تر دېره پاکستان ته صادريږي چې پاکستان يې په هيروئينو اړوي او اروپايي هېوادونو ته يې لېږي. 

دغه راپور کې ويل شوي دي، چې د افغانستان ۷۵ سلنه ترياک پاکستان ته ځي او هلته په هيروئينو اړول کيږي. پاکستان د نړۍ ډېری اروپايي هېوادونو ته دغه هيروئين لېږي. 

شنونکي وايي چې د  بالکان روټ نړيوالې مؤسسې راپور دا په ګوته کوي چې د افغانستان نشه يي توکي دلته کار کيږي او د سيمې او نړۍ يو شمېر هېوادونو په کې  ښکېل دي او اصلي ګټته هم ترې دوی پورته کوي.