اسد الله خالد: د يوې اوونۍ دننه د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبري پيليږي

روهي (جمعه/۲۵ د سلواغې)، د ملي دفاع چارسمبال وزير اسدالله خالد وايي چې شونتيا  شته ترڅو د يوې اوونۍ دننه به د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ بين الافغاني د سولې خبرې پيل شي. 

نوموړي په دې اړه ازادۍ راډيو ته ويلي دي، "خبرې د سولې پر لوري درومي... اوس بیخي یوه بله فضا ده... تر کومه چې زه پوهیږم ښايي په یوې اونۍ کې د هغوی [طالبانو] خبرې مستقیمآ د افغانستان له دولت سره پیل شي."

د هېواد د ملي دفاع وزارت چارسمبال وزير دا هم ويلي دي، چې د تېرو کالونو په پرتله د وسله والو طالبانو دريځ هم بدل شوی دی. 

د يادونې چې د وسله والو طالبانو او امريکا ترمنځ د سولې خبرې هم هوکړې ته نېږدې شوې دي او ويل کيږي چې ښايي د همدې فيبروري مياشتې دننه د سولې هوکړه ليک لاسليک شي.