د امريکايي او اروپايي الوتکو توليد شرکتونو سيالي؛ (ايربس) د (بوينګ) رېکارډ ماتوي 

روهي (جمعه/۲۵ د سلواغې)، د الوتکو د توليد په برخه کې امريکايی بوينګ او اروپايی ايربس Airbus  شرکتونه له نړيوال شهرت او باور برخمن دي. ۲۰۲۰ ز کال د بوينګ لپاره د بحران کال شمېرل شوی خو بيا Airbus  په کې وړاندې مزل کړی دی. 

اروپايی Airbus  شرکت په دې هڅه کې دی چې د الوتکو د توليد په برخه کې د بوينګ رېګارډ ور مات کړي؛ له پوځي نيولي بيا تر مسافري الوتکو شرکتونو او هېوادونو ته خپلې الوتکې جوړې او توليد کړي. 

Airbus   شرکت په تېر ۲۰۱۹ کال کې ۸۶۳ الوتکې توليد کړې دي خو بيا له بلې خوا امريکايي بوينګ شرکت د ۲۰۲۰ په جنوري کې د الوتکو هېڅ کوم ډول ارډر يا غوښتنه نه ده تر لاسه کړې. 

ايربس د الوتکو جوړولو شرکت په تېر کال ۸۸ مېلېارده امريکايي ډالر خرڅلاو کړی دی خو دې سره سره يې  بيا هم د بوينګ په اندزاه ګټه نه ده کړې ځکه دغه شرکت غواړي په کمې ګټې د بوينګ پر وړاندې سيالۍ ته ودريږي.