د سعودي شهزاده (محمد بن سلمان) او د اسرائيلو لومړی وزير (بنیامین نتانیاهو) لېدنه 

روهي (جمعه/۲۵ د سلواغې)، له تېرې ورځې د سعودي وليعهد شهزاده محمد بن سلمان او د اسرائيلو د لومړي وزير بنیامین نتانیاهو د لېدنې خبرې رسنيزې شوې دي، خو د سعودي عربستان بهرنيو چارو وزير شاهزاده فیصل بن فرهان دغه راپوورنه رد کړي دي. 

نوموړي د الجزيرې انګلېسي برخې ته ويلي دي چې  د سعودي وليعهد شهزاده محمد بن سلمان او د اسرائيلو د لومړي وزير بنیامین نتانیاهو د لېدنې کوم پلان نشته او په رسنيو کې خپره شوي راپورونه بې بنسټه دي. 

شاهزاده فیصل بن فرهان وايي چې د سعودي عربستان حکومت بهرنۍ پالېسي ډېره روښانه ده او دغه هېواد له اسرائيلو سره کومې اړيکې نه لري بلکې د سعودي عربستان شاهي حکومت د فلسطينيانو ترڅنګ کلک ولاړ دی. 

د سعودي عربستان او اسرائيلو ترمنځ د اړيکو خبرې وروسته له هغې رسنيزې کيږي چې نېږدې مياشت وړاندې د اسرائيلو لومړي وزير  بنیامین نتانیاهو سپينه ماڼۍ کې د متحدو ايالتو ولسمشر دونالډ ټرمپ سره د فلسطين – اسرائيلو ترمنځ د سولې طرحه وړاندې کړه، چې د فلسطين د حکومت په شمول د اسلامي هېوادونو له خوا رد او له غبرګون سره مخ شوه.