صبغت الله مجددي څوګ وو؟

زوکړه او کورنی ژوند:
صبغت الله مجددي د محمد معصوم مجددي زوی، د فضل عمر مجددي  لسمس دی چې په ۱۳۰۳ لمريز کال کې په کابل کې د مجدديانو په مذهبي کورنۍ زېږېدلی دی. د مجدديانو کورنۍ په افغانستان په قومي اړخ افغان عربان دي.  د نوموړي نيکه او پلار د غازي امان الله خان او محمد ظاهر شاه په واکمنيو کې ځانګړی اغېز، مسووليتونه او درناوي درلودل.

زده کړې:
صبغت الله مجددي د ښوونځي دورې زده کړې په کابل کې تر سره کړې او له هغې وروسته مصر ته لاړ او هلته يې په الازهر پوهنتون کې د اسلامي علومو په برخه کې لوړې زده کړې دي.

دندې:
- قاهره کې د لوړو زده کړو وروسته نوموړی کابل ته راغی. په لومړيو کې يې په نجات او استقلال ښوونځيو؛ عالي او عربي د ښوونکو روزنې مرکزونو او ورپسې  يې په کابل پوهنتون کې د تدريس دندې تر سره کړې.

- د مجددي د خپل  نيکه له مړينې وروسته د يادې کورنۍ مذهبي او سياسي مشري د ابراهیم مجددي په غاړه شوهو چې بيا  د حفيظ الله امين په واکمنۍ کې ووژل شو. د ابراهیم مجددي له مرګ وروسته صبغت الله مجددي د مجدديانو کورنۍ مشر شو.

- د ببرک کارمل په واکمنۍ کې نوموړي د حکومت پر وړاندې د توطيې په تور څلور کال بندي شو او وروسته له هېواد وشړل شو چې سعودي عربستان ته لاړ. نوموړي په سعودي عربستان کې د تابيعت غوښتنه وکړه  او د سعودي پاچا له خوا تابيعت ورکړل شو.

- د غوايي کودتا وروسته يې د افغانستان ملي نجات په نوم سياسي جبهه جوړه کړه او د وخت حکومت پر وړاندې يې جګړه پيل او د ياد جبهې مشري يې واخېسته.

- د شوري ملاتړي حکومتونو سره له ۱۴ کلنې جګړې وروسته د مجاهدينو په بريا کابل ته راغلل او د دوه مياشتو په پار کې د مجاهدينو د لومړني اسلامي دولت مشر وټاکل شو.

- مجددي د کورنيو جګړو پر مهال يو خوا ته پاتې شو او د نورو جهادي رهبرانو په ډول يې د کورنۍ جګړې لېکې ګرمې ونه ساتلې.

- صبغت الله مجددي د طالبانو په واکمنۍ کې په کور کېناست او يو وخت کې د طالبانو او احمد شاه مسعود ترمنځ د بنديانو د تبدلې منځګړېتوب يې کولو.

- د حامد کرزي په واکمنۍ کې په ۲۰۰۱ز کال کې د لويې جرګې غړی وو او په ۲۰۰۵ کال کې د مشرانو جرګې مشر وو.

صبغت الله مجددي تېره کال  د سلواغې په ۲۲مه د ۹۳ کالونو په عمر په کابل کې ومړ او جنازه يې د حکومتي لوړپوړو کسانو په ګډون په تشريفاتي مراسمو د کابل په عاشقان او عارفانو کې خاورو ته وسپارل شوه.