د عاشقانو ورځ (Valentine’s Day)؛ دې دغه ورځې په اړه اسلامی لېد لوری، تاریخچه، او د خلکو کړنې

نن د فبروري (۱۴) په امریکا، انډیا او نور ګڼ شمیر اروپايي او د نړۍ  یو شمیر نورو هېوادنو کې دغه ورځ د (عاشقانو د ورځې) په نوم تجلیل کیږي.

ولې د عاشقانو ورځ؟
په لرغوني روم کې د دویم کلودیوس (Claduias II) امپراتوري وه. چې هغه وخت درېیمه مېلادي پیړۍ په جریان کې وه. امپراتور کلودیوس یو فرمان صادر کړ چې، د ځوانې په عمر یو څوک نشي کولای چی واده وکړي. د دویم کلودیوس موخه دا وه چې، په هغه وخت ډېر ځوانان په لښکر کې په اجباري ډول په خدمت بوخت وو.

 امپراتور عقیده درلوده چې که چیرې یو مجرد جنګي عسکر د جګړې دګر ته داخل شي نو هغه به زیات بریالی وي نسبت هغه ځوان عکسر ته څوک چې متاهل وي. د امپراتور عقیده دا وه چې يو مجرد جنګیالی د جګړې په دګر کې یواځې د دښمن د ماتي په فکر کې وي. خو متاهل جنګیالی پرته د جګړي له فکره، د خپلې کورنۍ د راتلونکي، ښځې او بچو په وېره او فکر کې هم وي.

پدی وخت کی یو عیسوي دیني لارښود والېنټاین (Valentine) د امپراتور له فرمان څخه په پټه سرغړونه کوله او د ځوانو مينو جوړو ترمنځ به یې نکاح تړلو.

کله چی امپراتور کلودیوس د Valentine له د غه کار خبر شو، لومړی یې هغه زنداني او ورپسې یې اعدام کړ.

که په ځير سره وګورو نو دغه ورځ په حقیقت کې کوم ځانګړی مېسیج د  مينې يا رومانس Romance لپاره نه لري. خو نن ورځ د نړۍ عاشقانو ته یوه موقعه ده چې خپلې رشتې پسې نور هم غښتلي کړي او یا نوي تارونه وغزوي.

په دې ورځ خلک څه کوي؟
د ډالۍ، ستړی مشۍ کارتونو، شرينۍ، ګلان … وېشي او وړاندې کوي. بلن لیکونه د ځانګړيو رستورانونو، هوټلونو او نورو تفريحي ځايونو لپاره ليږل کيږي.

له کریمس (Christmas) وروسته، د ډالیو (تحفو) او کارتونو په وېش کې دغه ورځ په نړۍ کی دویم ځای لري.

اسلامي لېد لوری:
لکه څنګه چې دغه ورځ د کفارو تقلید او کړنه ده. د خدای (ج) او د هغې د خوږ نبي د خپګان سبب ګرځي.