لويې څارنوالۍ درې افغان پوليس په بند محکوم کړل 

روهي (جمعه/۲۵ د سلواغې)، د هېواد لويې څارنوالې د افغان پوليسو درې مامورين چې کابل ښار کې دنشه يي توکو په وېش او قاچاق تورن شوي وو، په بند محکوم کړي دي. 

لويې څارنوالۍ ويلي دي د کابل ولایت د امنیه قومندانۍ د نشه يي توکو سره د مبارزې مدیر میان احمد احمدي د پلټنو وروسته د محکمې له خوا په اولس کالو او درې میاشتو بند محکوم شوی دی.

د لويې څارنوالۍ وياند جمشيد رسولي په ټوېټر ليکلي دي چې د کابل امنيه قومندانۍ دوه نور پوليس نورالدین او محمد عیسی په  یو یو کال او شپږ شپږ میاشتې بند باندې محکوم شوي دي.

کورنيو چارو وزارت هم د دغه قضيې پخلی کړی دی او ويلي دي چې ياد کسان کابل کې د نشه يي توکو په قاچاق او وېش تورون وو.