واشنګټن پوسټ: د افغانستان بيارغونه د زرګونه افغانانو د ژوند په بيه وه 

روهي (پنځه نۍ/۲۴ د سلواغې)، د افغانستان په بيارغونه د متحدو ايالتو د څار ادارې يا سيګار  په يوه تازه راپور کې ويلي دي چې افغانستان کې د بيارغونې چارې د زرګونه افغانانو د ژوند په بيه تر سره شوې دي. 

دغه راپور کې ويل شوي دي چې د ۲۰۰۱ کې افغانستان ته د متحدو ايالتو د پوځي راتګ سره د بيارغونې چارې شوې دي خو په ورته وخت کې جګړې د زرګونه افغانانو ژوندونونه اخېستي دي. 

سيګار په دې راپور کې ويلي دي چې د دغه ادارې له خوا يو څحه هڅې تر سره شوې دي، ترڅو د بيارغونې په پار افغانستان سره شوې پيسې په سالمو لارو ولګول شي، خو تر ډېره نميګړتياوې او ستونزې موجودې دي. 

که څه هم د امريکا په راتګ سره افغانستان کې د رغنيزې چارې تر سره شوې دي، خو د امريکايي ځواکونو، وسله والو مخالفينو او افغان د جګړو په ترڅ کې زرګونونه افغانانوژل شوي، ټپيان او کډوالۍ ته اړ شوي دي.