لومړۍ پېښه؛ جاپان کې پر کرونا  ويروس اخته کس ومړ 

روهي (پنځه نۍ/۲۴ د سلواغې)، جاپان کې پر کرونا ويروس اخته يو کس خپل وژند له لاس ورکړ. که څه هم په جاپان کې په لسګونه کسان په دې ويروس اخته شوي دي، خو د مړينې پېښه يې لومړۍ ده. 

د جاپان د عامې روغتيا وزارت په يوې اعلاميې کې ويلي دي، چې يوه ۸۰ کلنه ميرمن چې کرونا ويروس نېولې وه نن ورځ ومړه. 

چين کې د کرونا ويروس د مړو شمېر تر زر اوښتی دی، خو له چين پرته يوازې په فلپين کې يو کس ژوند له لاسه ورکړی دی او د جاپان نننۍ پېښه يې له چين د کرونا ويروس پر اساس دويمه پېښه ثبت شوې ده.