د مونیخ په ۵۶ امنیتي کنفرانس کې د ګډون په پار ولسمشر غني المان ته لاړ 

روهي (پنځه نۍ/۲۴ د سلواغې)، افغان ولسمشر محمد اشرف غني د د مونیخ په ۵۶ امنیتي کنفرانس کې د ګډون لپاره د يو لوړپوړي پلاوي په ګډون نن سهار المان ته لاړ. 

د ارګ په خبرپاڼه کې ويل شوي دي، "د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د مونیخ په ۵۶ امنیتي کنفرانس کې د ګډون په موخه نن سهار المان ته ولاړ.

د هیواد جمهوررئیس به د مونیخ امنیتي کنفرانس په څنډه کې د ګډون کوونکو هیوادونو مقاماتو سره په کتنو کې د افغانستان د سولې، امنیتي او نوور اړوندو مسایلو په اړه بحث او خبرې وکړي."