اوس مهال دوه مېلېارده کسان وټس آپ (WhatsApp) کاروي

روهي (پنځه نۍ/۲۴ د سلواغې)، د فېسبوک تر والکې لاندې وټس آپ کمپني وايي ورسته له هغې چې په ځينو پخواني،ي موبايلو کې د وټس آپ آپلېکېشن بند شو، اوس مهال نړۍ کې دوه مېلېارده کسان دغه آپلېکېشن کاروي. 

څو اوونۍ وړاندې وټس آپ خبرداری ورکړ چې هغه ځيرک موبايلونو کې چې عامل سېسټمونه يې پخواني دي، وټس آپ به په کې بند کړي. 
وټس آپ په نړۍ کې د ويډيويي او غږيز زګونو، انځورنو او لېکلي پيغام پراخه کارېدونکی موبايل آپلېکېشن دی. 
۲۰۱۴ز کال کې فېسبوک وټس آپ واخېست او تر خپلې والکې لاندې يې راوست.