محمد نبي د نړۍ لومړی درجه الرونډر  شو

روهي(څلورنۍ/۲۳ د سلواغې)، د کرېکټ نړیوالې شورا د نوې درجه بندۍ له مخې افغان کرېکټ لوبغاړي محمد نبي د نړۍ لومړی درجه الرونډر او بل افغان کرېکټ لوبغاړي مجیب ځدراڼ د دریم غوره توپ اچوونکي یا بالر مقام خپل کړی.
د توپوهونکو په ډله کې لومړی ځای هندي لوبغاړي ویراټ کوهلي ، دویم ځای بل هندي لوبغاړي روهیت شرما اخیستی د روان ۲۰۲۰ کال لپاره د کرېکټ د نړیوالې شورا (ای سي سي) د شل اوره کرېکټ لوبو په نوې درجه بندۍ کې هم دوو افغان لوبغاړو لومړي مقامونه خپل کړي دي.
د غوره الرونډرانو په ډله کې دویم ځای د انګلنډ بېن سټوکس او دریم ځای د پاکستان عماد وسیم خپل کړی دی. د شل اوره (T20I) لوبو د توپ اچونې په ډلبندۍ کې راشد خان د ۷۴۹ پاینټونو (نمرو) په ګټلو لومړی ځای خپل کړی